انصار: (د لړم ۱۳ مه)، د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورولو حق نه لري
نوموړي ویلي، که د پاکستان حکومت له اسلامي امارت سره ستونزه لري؛ نو باید د خبرو له لارې یې حل کړي.
هغه ویلي، د کډ والو ازارول، د هغوی شتمنۍ نیول، کورنه یې ورانول او په راتګ کې ورته ستونزې جوړول په یو قانون کې هم نشته او د پاکستان حکومت باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي چې په عزتمندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.
رییس الوزرا دغه راز ویلي، ټولو ادارو ته یې امر کړی چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
هغه له خلکو هم غوښتي چې افغان کډوالو سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د پاکستاني حکومت له لوري افغان کډوالو ځورولو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت باید دومره کښت وکړي چې بېرته یې رېبی شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28236